1 Chronicles 17:9 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او هلته مې آباد کړى دى، چې هلته به هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى او ما ورباندې قاضيان مقرر کړى وُو تر نن ورځې پورې په هغوئ باندې ظالمان خلق زياتے کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ دا وعده کوم چې زۀ به ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړم او اولاد به درکړم.