1 Chronicles 9:4 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د يهوداه د قبيلې لس کم اووۀ سوه خاندان داسې وُو چې لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل. په دې کښې د يهوداه د قبيلې د فارص اولاد د قبيلې مشر عوتى وو، چې د عميهود زوئ او د عُمرى نمسے وو. د هغۀ په پلار نيکۀ کښې اِمرى او بانى شامل وُو. د يهوداه زوئ سيله د قبيلې مشر عساياه وو، چې هغه د خپل خاندان مشر وو. د يهوداه زوئ زارح د قبيلې مشر يعى‌ايل وو.