1 Corinthians 1:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم ستاسو نه غوښتنه کوم څه چې وایئ په هغو کې سره جوړ راشئ او ستاسو په منځ کې دې بې اتفاقي نه وي، بلکې په یو فکر او یو مقصد یو د بله سره یووالی ولرئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو اوس اَئے ورُوڼو، عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے، دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ، خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ.