1 Corinthians 1:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بې‌وقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د صلیب پیغام د هغو خلکو دپاره چې تباه کېدونکي دي، بې معنی دی. خو زمونږ دپاره چې خلاصون مومو، دا د خدای قدرت دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے.