1 Corinthians 1:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې خدای د خپل حکمت له مخې دا پرېکړه کړې ده چې د نړۍ خلک ونه شي کولای چې په خپل حکمت سره هغه وپېژني، بلکې د هغه خوښه وه چې یوازې هغو خلکو ته خلاصون ورکړي چې په هغه بې معنی پیغام باندې ایمان لري چې مونږ یې وعظ کوو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ خُدائے دَ حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو، نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى، اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى.