1 Corinthians 10:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ټولو یوشان روحاني اوبه وڅښلې، ځکه چې هغوی د هغه روحاني ګټ نه اوبه وڅښلې چې د هغوی پسې روان ؤ او هغه ګټ مسیح ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ټولو يو اوبۀ وڅښلے چه ورته دَ مُعجزے په طور ورکړے شوے وے ځکه چه هغوئ دَ هغه مُعجزے دَ ګټ نه اوبۀ وڅښلے کُوم چه دَ هغوئ سره روان وو، خو په حقيقت کښے هغه ګټ مسيح وو.