1 Corinthians 12:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یو ته یې د معجزو ښودلو قدرت ورکړی دی، بل ته یې د خدای د پیغام رسول او بل ته یې دا توان ورکړی دی چې په دې پوه شي چې ایا دا پیغام د خدای د روح له خوا دی او یا د کوم بل روح له خوا. بل ته یې دا توان ورکړی دی چې په روحاني ژبو باندې خبرې وکړي او بل ته یې د ژبو د ترجمې او تفسیر کولو توان ورکړی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چا ته دَ مُعجزو طاقت، چا ته نبُوت، چا ته دَ مُختلفو رُوحونو پيژندل، چا ته دَ قِسما قِسم ژبو وئيلو توان اَؤ چا ته دَ ژبو تشريح کول.