1 Corinthians 12:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په همدې ډول مونږ ټول که یهودیان یو یا غیریهودیان، که غلامان یو یا ازاد، مونږ د یو روح په وسیله په یو بدن کې د تعمید غسل اخیستی دی او مونږ ټولو ته همدا روح راکړل شوی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه مُونږ ټول که يهُوديان يُو که يُونانيان، که غُلام يُو که آزاد، مُونږ ټول په يو رُوح بپتسمه شُو چه دَ يو بدن په يووالى کښے داخل شُو، اَؤ خُدائے زمُونږ ټولو په زړُونو کښے يو رُوح واچولو.