1 Corinthians 12:28 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای په کلیسا کې ځینې داسې وټاکل: لومړی رسولان، دوهم پیغمبران، درېم استاذان او وروسته بیا د معجزو ښودلو او د شفا ورکولو، د مرستې کولو، اداره کولو او په مختلفو نا اشنا ژبو باندې د خبرو کولو نعمتونه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ خُدائے په جماعت کښے بيل بيل کسان مُقرر کړل، اول رسُولان، دويم نبيان اَؤ دريم اُستاذان، بيا مُعجزے ښوُونکى، بيا شفا ورکوُونکى، مددګاران، اِنتظام کوُونکى اَؤ قِسما قِسم ژبے ويُونکى.