1 Corinthians 13:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې زه ماشوم وم، نو د ماشوم په شان مې خبرې کولې او د ماشوم په شان فکر مې درلود او د ماشوم په شان دلیل به مې وایه. کله چې زه لوی شوم، نو د ماشومتوب چلند مې پرېښود.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے، دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه، خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے.