1 Corinthians 14:35 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو هغوئ دې د خپلو خاوندانو نه په کور کښې تپوس کوى. ځکه چې په جماعت کښې د ښځې دپاره خبره کول د شرم خبره ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې هغوی غواړي چې د کوم شي په هکله پوه شي، نو په کور کې دې د خپلو مېړونو څخه پوښتنه وکړي، ځکه چې د ښځې دپاره د شرم خبره ده چې د کلیسا په غونډه کې خبرې وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى.