1 Corinthians 14:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بېساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
حتی که چېرې د موسیقي الات لکه شپېلۍ او چنګ که په صفا او روښانه توګه ونه غږول شي، نو اورېدونکی به د هغو په ساز او تال باندې څنګه پوه شي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تر دے چه بے ساه څيزُونه هم چه دَ کُومو نه چه آواز راوزى لکه شپيلئ يا رباب، که چرے دَ هغوئ په آوازُونو کښے فرق نۀ وى نو څوک به څۀ فرق کولے شى چه کُوم يو ساز غږيږى؟