1 Corinthians 15:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه چې هرڅه یم، هغه د خدای په فضل یم او کوم فضل چې په ما باندې وشو، هغه بېځایه نه ؤ، ځکه چې ما د هغوی ټولو نه ډېر زحمت ویستلی دی. که څه هم دا زه نه وم، بلکې د خدای فضل ؤ چې زما سره ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم، بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړله بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے.