1 Corinthians 15:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې تاسو زما په درکړل شوي زیري باندې ټینګ پاتې شئ، نو د هغه په وسیله تاسو خلاصون مومئ، که نه نو ستاسو ایمان بې ګټې دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ دے زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ، که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وو.