1 Corinthians 15:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د راژوندى کېدو خپل ترتيب دے، اول مسيح راژوندے شوے دے، او چې کله مسيح بيا راشى نو د هغۀ خلق به هم راژوندى شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو هر یو به په منظمه توګه سره راژوندی کیږي. په ټولو کې لومړی مسیح راژوندی شو او بیا کله چې مسیح راځي، نو هغه کسان به راژوندي شي چې د هغه سره تړاو لري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق.