1 Corinthians 15:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د خدای کلام وایي: «خدای ټول شیان د هغه تر پښو لاندې کړل،» کله چې وایي «ټول شیان» نو دا روښانه ده چې خدای په خپله په دې کې شامل نه دی چې هغه ټول شیان د مسیح په واک او اختیار کې ورکړي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى.