1 Corinthians 15:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې شول نو زوئ به په خپله هم د خُدائ پاک د حکم لاندې شى چا چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې کړى دى نو هم دا خُدائ پاک به د ټولو مالِک وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې ټول شیان د مسیح په واک کې ورکړل شول، نو هغه به هم خپل ځان چې زوی دی، د خدای په واک کې ورکړي چې ټول شیان یې د هغه په واک کې ورکړي دي او خدای به په ټولو باندې حکومت کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.