1 Corinthians 15:32 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې ما د افسیس په ښار کې یوازې د انساني فکر له مخې د ځناورو سره جنګ وکړ، نو څه مې تر لاسه کړل؟ که چېرې مړي بیا نه راژوندي کیږي، نو مونږ هم داسې وکړو لکه څنګه چې خلکو ویل: «راځئ چې وخورو او وڅښو، ځکه چې سبا به مړه کېږو.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے زَۀ دَ بنى آدم په شان په اِفِسوس کښے دَ داړُونکو ځناورو سره وجنګيدلم نو ما ته څۀ فائده ده؟ که مړى به راژوندى نۀ شى نو ”راځئ چه خورُو څښُو ځکه چه صبا خو هسے هم مړۀ کيږُو.“