1 Corinthians 15:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د نشې د ګنګستوب نه رابېداره شئ او نوره ګناه مه کوئ، ځکه چې په تاسو کې ځینې خلک خدای نه پېژني او زه دا د دې دپاره وایم چې تاسو وشرمېږئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ رښتُونى اَؤ غوره ژوندُون دَ پاره په هوش کښے راشئ اَؤ ګُناه پريږدئ زَۀ تاسو ته دا دَ شرم راوستلو دَ پاره وايم، ځنے داسے دى چه دَ خُدائے نه بے خبره دى.