1 Corinthians 2:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو خدای دا شیان مونږ ته د خپل روح په وسیله ښکاره کړي دي. ځکه چې د هغه روح د ټولو شیانو او حتی د خدای د ډېرو ژورو او پټو مقصدونو په لټه کې دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه ټول خُدائے په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل، ځکه چه رُوح دغه ټولے خبرے وآزمى بلکه دَ خُدائے پټے خبرے هم معلُوموى.