1 Corinthians 2:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو مونږ دنیاوي روح نه دی تر لاسه کړی، بلکې هغه روح مو تر لاسه کړی دی چې د خدای له خوا دی، ترڅو هغه شیان وپېژنو چې خدای مونږ ته وړیا راکړي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو مُونږ دَ دُنياوى رُوح نه نۀ دى مُوندلے بلکه دَ هغه رُوح نه چه دَ خُدائے دَ طرفه دے، دَ دے دَ پاره چه هغه خبرے وپيژنُو کُومے چه خُدائے مُونږ ته رابخښلى دى.