1 Corinthians 2:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او مونږ هغه خبرې هغه شان نۀ بيانوو چې انسانى حِکمت مونږ ته ښودلى دى، بلکې هغه شان يې بيانوو چې مونږ ته روح راښودلى دى، او دغسې روحانى خبرې هغه چا ته ښايُو، څوک چې روحانى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې نه کوو چې انساني حکمت مونږ ته رازده کړي دي، بلکې په هغو خبرو کې یې بیانوو چې روح القدس راته زده کړي دي او په دې ډول روحاني حقیقتونه هغو خلکو ته بیانوو چې روحاني دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ مُونږ هغه خبرے په هغه الفاظو کښے نۀ بيانوُو چه انسانى حِکمت مُونږ ته را زده کړے دى بلکه په هغه الفاظو کښے چه مُونږ ته رُوح را ښوولى دى، اَؤ دغسے رُوحانى خبرے هغه چا ته ښايُو، په چا کښے چه دَ خُدائے رُوح وى.