1 Corinthians 4:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو له دې امله د وخت نه مخکې د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، بلکې د څښتن د راتللو تر وخته انتظار وکړئ. ځکه چې څښتن به هغه څه چې په تیاره کې پټ دي، په رڼا کې ښکاره کړي او د انسان د زړه مقصدونه به راڅرګند کړي. په هغه وخت کې څوک چې د ستاینې وړ دی، نو خدای به د هغه ستاینه وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو دَ وخت نه وړاندے فيصله مه کوئ بلکه دَ مالِک دَ بيا راتلو اِنتظار کوئ. هغه به دَ تيارے پټے خبرے ظاهرے کړى اَؤ دَ زړُونو خيالُونه به ظاهر کړى اَؤ هغه وخت به دَ هر چا تعريف دَ خُدائے له طرفه کيږى.