1 Corinthians 4:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! ما د دې مثالونو څخه د خپل ځان او اپولوس په هکله ستاسو د ګټې دپاره کار واخیست، ترڅو تاسو زمونږ په وسیله د دې خبرو په معنی پوه شئ: «څه چې لیکل شوي دي د هغې نه زیات څه مه وایئ» ترڅو تاسو د یو کس صفت ونه کړئ او بل ته په سپکه سترګه ونه ګورئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے ورُوڼو، ما په دغه خبرو کښے دَ خپل اَؤ دَ اپولوس ذکر دَ مِثال په طور وکړو دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ په وسيله دا زده کړئ. دَ ليک نه زيات مه وايئ اَؤ دَ يو په تائيد کښے دَ بل په خِلاف څۀ ونۀ وايئ.