1 Corinthians 4:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا تاسو فکر کوئ هرڅه چې تاسو غوښتل هغه مو له مخکې نه تر لاسه کړي دي؟ ایا فکر کوئ چې له مخکې نه شتمن شوي یئ؟ ایا فکر کوئ چې زمونږ نه پرته پاچاهان شوي یئ؟ کاشکې تاسو د پخوا نه پاچاهي کولای، ترڅو مونږ هم ستاسو سره په پاچاهۍ کې شریک وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو خو اوس هم ماړۀ شوى يئ اَؤ شتمن يئ اَؤ تاسو بادشاهان شوئ. څۀ اَفسوس چه تاسو زمُونږ نه بغير بادشاهان شوئ، چه مُونږ هم درسره بادشاهى کړے وے!