1 Corinthians 5:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په رښتیا زه خبر شوی یم چې ستاسو په منځ کې جنسي بد اخلاقي کیږي او داسې بد اخلاقي چې حتی په بې ایمانانو کې هم نه لیدل کیږي. ما اورېدلي دي چې په تاسو کې یو سړی دی چې د خپلې مېرنۍ مور سره څملي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى، بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى.