1 Corinthians 5:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زما مقصد دا ؤ چې د هغه چا سره ملګرتیا مه کوئ چې ځان ته ایماندار وایي او په داسې حال کې چې هغه په جنسي لحاظ بد اخلاقه، حریص، بت پرست، نورو ته ښکنځلې ویونکی، شرابي یا چلباز وي. د داسې کس سره حتی ډوډۍ هم مه خورئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو ما خو په حقيقت کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه که څوک ځان ته ورور وائى اَؤ حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو دَ هغۀ سره ناسته پاسته مه کوئ بلکه دَ داسے کس سره ډوډئ قدرے هم مه خورئ.