1 Corinthians 6:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بېدينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې په تاسو کې کوم یو د بل نه شکایت لري، هغه څنګه جرات کوي چې د دې په ځای چې د موضوع د حل دپاره د خدای خلکو ته ورشي، د هغو خلکو محکمې ته ورځي چې خدای نه پېژني؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آيا په تاسو کښے دا جُرات څنګه وشو چه هر کله چه ستاسو دَ بل چا سره جګړه وى نو دَ فيصلے دَ پاره بے دينه خلقو ته ځئ اَؤ پاکانو ته نۀ ځئ؟