1 Corinthians 6:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ستاسو په خيال چې ټول څيزونه تاسو ته روا دى خو زۀ وايم چې ټول څيزونه فائده مند نۀ دى. کۀ تاسو ټول څيزونه ځان دپاره روا ګڼئ خو بيا هم خپل ځان د هغوئ غلام مۀ جوړَوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کېدای شي خلک ووایي: «زما دپاره هرڅه روا دي،» دا رښتیا دي، خو ټول شیان تاسو ته ګټور نه دي. «زما دپاره هرڅه روا دي،» خو زه نه پرېږدم چې کوم شی به زما نه غلام جوړ کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.