1 Corinthians 6:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په حقيقت کښې په يو بل مقدمه کول ستاسو غلطى ده. آيا دا به ښۀ نۀ وه چې هغه نا اِنصافى مو برداشت کړے وے؟ او يا کۀ چا تاسو له دوکه درکړى وه او په هغې مو صبر کړے وے؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په حقیقت کې په یو بل باندې دعوه کول بلکل ستاسو د ناکامۍ په معنی ده. نو د دې په ځای به دا ښه وي چې ځانونه مظلومان کړئ او دا باید ومنئ چې غولول شوي یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو په اصل کښے په تاسو کښے لويه کمزورى دا ده چه په خپلو کښے مُقدمے کوئ. ظُلم زغمل ولے غوره نۀ ګڼئ؟ خپل نقصان ولے نۀ قبلوئ؟