1 Corinthians 7:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او اوس د مجردانو د موضوع په هکله زما سره د څښتن له خوا کوم حکم نشته، خو د یو داسې کس په توګه چې د څښتن د رحم په وسیله د باور وړ یم، خپل نظر وایم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څوک چه وادۀ شوى نۀ دى، دَ هغوئ په باب کښے ما سره دَ مالِک څۀ حُکم نِشته، خو زَۀ خپله رائے درکوم لکه څوک چه پرے دَ مالِک رحم شوے دے، چه ايماندار شى.