1 Corinthians 7:28 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې یو سړی واده وکړي، نو هغه کومه ګناه نه ده کړې. که چېرې یوه پېغله واده وکړي، نو هغې کومه ګناه نه ده کړې. خو که څوک واده وکړي، نو په ژوند کې به ورباندې تکلیفونه راشي او زه غواړم چې تاسو د دې تکلیفونو څخه وساتم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو که تۀ وادۀ هم وکړے نو څۀ ګُناه نِشته، اَؤ که پيغله وادۀ شى نو هم ګُناه نِشته، خو داسے خلق به جسمانى تکليف بيا مُومى اَؤ زَۀ تاسو بچ کول غواړم.