1 Corinthians 7:35 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ دا ستاسو د فائدې دپاره وايم، نه چې په تاسو څۀ پابندۍ دپاره بلکې څۀ چې ښۀ وى په هغې عمل وکړئ او تاسو د مالِک په خِدمت کښې بې‌غمه آخته اوسئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه دا ستاسو د ښېګڼې دپاره وایم، د دې دپاره نه چې ستاسو ازادي محدوده کړم، بلکې زه غواړم چې تاسو هغه کار وکړئ چې سم او مناسب وي او له سرګردانۍ پرته خپل ځانونه د څښتن خدمت ته وقف کړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا ستاسو دَ فائدے دَ پاره وايم، نۀ چه ستاسو دَ ګيرولو دَ پاره بلکه دَ دے دَ پاره چه څۀ چه ښۀ وى، په هغے عمل وشى اَؤ تاسو دَ مالِک په خدمت کښے بے وسوسے آخته اوسئ.