1 Corinthians 7:36 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې څوک په دې هکله اندېښنه کوي چې هغه د خپلې کوژدن شوې انجلۍ سره سم چلند نه کوي او د هغه جنسي شوق ډېر وي او احساس کوي چې خامخا باید واده وکړي، نو څرنګه چې هغه یې غواړي، هماغسې دې وکړي. نو په دې کې هغه کومه ګناه نه کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ که څوک دا ګڼى چه زَۀ دَ خپلے هغے پيغلے حق وهم دَ چا ځوانى چه خرابيږى اَؤ زلمى دَ وادۀ ضرورت هم ګڼى نو اِختيار ئے دے. په دے کښے ګُناه نِشته، هغوئ دِ وادۀ وکړى