1 Corinthians 9:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که مونږ ستاسو په منځ کې روحاني تخم وکرلو، نو ایا دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې په دې تمه واوسو چې د هغې په بدل کې لکه د یو حاصل په شان مونږ ته مادي ګټې راکړئ؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا چه مُونږ ستاسو دَ پاره رُوحانى څيزُونه وکړل نو آيا دا څۀ لويه خبره ده چه مُونږ ستاسو دَ مادى څيزُونو فصل وريبو؟