1 Corinthians 9:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ما خپل د دې حق نه هيڅ فائده وانۀ خستله او نۀ مې دا د دې دپاره وليکل چې زۀ د دې نه فائده واخلم ځکه چې زما دپاره د دې نه مړ کېدل بهتر دى. هيڅوک زما فخر بې‌ځايه کولے نۀ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو ما د دې حقونو څخه ګټه نه ده اخیستې او دا شیان د دې دپاره نه لیکم چې د خپل ځان دپاره د داسې حقونو غوښتنه وکړم. زما دپاره به دا ښه وي چې مړ شم له دې نه چې څوک زما دا ویاړ په هېڅ حساب کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ما خپل دَ دے حق نه چرے هم فائده وانۀ خسته اَؤ نۀ مے دا دَ دے دَ پاره وليکل چه زَۀ دَ دے نه فائده واخلم ځکه چه زما دَ پاره دَ دے نه مړ کيدل غوره دى. هيڅوک زما فخر بے ځايه کولے نۀ شى.