1 Corinthians 9:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ د يهوديانو دپاره يهودى شوم دې دپاره چې يهوديان راولم. ما د موسىٰ د شريعت د منونکو د راوستلو دپاره ځان د هغوئ په شريعت کړو، سره د دې چې زۀ د هغوئ د شريعت د لاندې نۀ يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې زه د یهودیانو سره یم، نو لکه د یهودي په شان ژوند کوم د دې دپاره چې هغوی په مسیح باندې ایمان راوړي. کله چې زه د هغو کسانو په منځ کې یم چې د شریعت پیروي کوي، نو زه هم د شریعت تابع کېږم، ترڅو هغوی په مسیح باندې ایمان راوړي، که څه هم زه د شریعت تابع نه یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ دَ يهُوديانو دَ پاره يهودى شوم چه يهوديان راکښم. ځکه چه هغوئ دَ مُوسىٰ دَ شريعت منُونکى دى، دَ هغوئ دَ رااړولو دَ پاره ما ځان دَ هغوئ دَ شريعت په شان کړو، سره دَ دے چه زَۀ دَ هغوئ دَ شريعت دَ لاندے نۀ يم.