1 John 1:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ژوندون مونږ ته ښکاره شو او مونږ هغه ولیده. نو مونږ د هغه په هکله شاهدي ورکوو او د هغه تلپاتې ژوندون نه چې د پلار سره ؤ او مونږ ته ښکاره شو، تاسو خبروو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا ژوند مُونږ ته ښکاره کړے شوے وو اَؤ مُونږ ليدلے دے، مُونږ ئے ګواهى کوُو. مُونږ دَ هغه تل ژوندُون چه دَ خُدائے پلار سره وو اَؤ مُونږ ته ښکاره کړے شوے دے تاسو پرے خبروُو.