1 John 1:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څه چې مونږ لیدلي او اورېدلي دي تاسو ورباندې خبروو، ترڅو په هغه ملګرتیا کې چې مونږ یې د پلار او د هغه د زوی عیسی مسیح سره لرو، تاسو هم زمونږ سره شریک شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څۀ چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى، په هغو تاسو خبروُو دَ دے دَ پاره چه تاسو راسره شراکت ولرئ اَؤ مُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ مسيح سره شراکت لرُو.