1 John 1:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو که چېرې مونږ په رڼا کې ژوند کوو لکه څنګه چې هغه په رڼا کې دی، نو بیا مونږ په خپلو کې یو د بله سره ملګرتیا لرو او د هغه د زوی عیسی وینه مونږ د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاکوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو که مُونږ په نُور کښے ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښے دے نو بيا مُونږ په خپلو کښے شراکت لرُو، اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى.