1 John 2:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای زما ګرانو بچیانو، زه دا خبرې د دې دپاره تاسو ته لیکم چې تاسو ګناه ونه کړئ. خو که چېرې څوک ګناه وکړي، نو د پلار سره زمونږ یو څوک شته چې زمونږ شفاعت به کوي، یعنې عیسی مسیح چې عادل دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما بچو! دَ دغو خبرو دَ ليکلو نه زما مطلب دا دے چه تاسو ګُناه مه کوئ، خو که چرے څوک ګُناه وکړى نو دَ پلار سره زمُونږ يو شفاعت کوُونکے دے، يعنے عيسىٰ مسيح چه صادِق دے.