1 John 2:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے بچو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو پلار پېژنئ. اے مشرانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې د ازل نه دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو مضبوط يئ او د خُدائ پاک کلام په تاسو کښې پاتې کيږى او تاسو په هغۀ څوک چې شرير دے غالب شوى يئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای ګرانو بچیانو، تاسو ته مې ولیکل، ځکه چې تاسو پلار پېژنئ. ای پلرونو، تاسو ته مې ولیکل ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی. ای ځوانانو، ما تاسو ته ولیکل، ځکه چې تاسو قوي یئ او د خدای کلام په تاسو کې اوسیږي او تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے پلارانو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو هغه پيژندلے دے چه هغه له ازل نه دے. اَئے ځوانانو! تاسو ته مے ځکه ليکلى دى چه تاسو مظبُوط يئ اَؤ دَ خُدائے کلام په تاسو کښے پاتے کيږى اَؤ تاسو په شرير غالب شوى يئ.