1 John 2:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ګرانو بچیانو، دا اخرنی وخت دی. تاسو اورېدلي وو چې د مسیح دښمن راروان دی او اوس د مسیح ډېر دښمنان راښکاره شوي دي، نو له دې امله مونږ پوهېږو چې دا اخرنی وخت دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما بچو! دا آخرى وخت دے! تاسو ته وئيلى شوى وُو چه خردجال راتلُونکے دے، اَؤ اوس ډير خردجالان راپورته شوى دى، اَؤ له دے نه مُونږ ته معلُومه ده چه بے شکه دا آخرى وخت دے.