1 John 2:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا خلک زمونږ سره نه وو، نو ځکه هغوی زمونږ نه لاړل. که هغوی زمونږ وای، نو زمونږ سره به پاتې شوي وای. خو کله چې هغوی لاړل، نو معلومه شوه چې هغوی په رښتیا سره زمونږ نه وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ له مُونږ نه ووتل، خو په حقيقت کښے ئے زمُونږ سره تعلق نۀ وو. که دوئ زمُونږ وئے نو مُونږ سره به پاتے شوى وُو، دوئ دَ دے دَ پاره بهر ووتل چه دا ښکاره شى چه دوئ ټول له مُونږ نه نۀ دى.