1 John 2:27 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو مسیح تاسو ته روح القدس درکړی دی او هغه په تاسو کې اوسیږي، نو تاسو اړتیا نه لرئ چې کوم څوک درته تعلیم درکړي. ځکه چې روح القدس تاسو ته د ټولو شیانو په هکله تعلیم درکوي او د هغه تعلیم حقیقي تعلیم دی او دروغ په کې نشته. نو لکه څنګه چې هغه درته تعلیم درکړی دی د هغه سره په شراکت کې واوسېږئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو رُوحُ القُدس چه په تاسو دَ هغۀ نه نازل شو، که هغه په تاسو کښے اوسى نو تاسو ته دَ بل اُستاذ حاجت نِشته. اَؤ دَ هر څۀ چه درته حاجت وى نو رُوحُ القُدس به ئے درته ښائى، اَؤ څۀ چه درته هغه ښائى، رښتيا دى، نۀ چه دروغ، اَؤ څنکه چه هغۀ تعليم درکړے دے دغسے په هغۀ کښے پاتے شئ.