1 John 2:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ګرانو دوستانو، زۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، بلکې دا هغه زوړ حُکم دے چې د شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کوم چې تاسو د مخکښې نه اورېدلے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ګرانو دوستانو، زه تاسو ته کوم نوی حکم نه لیکم بلکې دا زوړ حکم دی، یعنې هغه حکم چې د پیل نه تاسو ته درکړل شوی دی. دا زوړ حکم هماغه پیغام دی چې پخوا مو اورېدلی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خوږو دوستانو! زَۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، دا هغه زوړ حُکم دے چه دَ شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کُوم چه تاسو دَ مخکښے نه آؤريدلے دے.