1 John 3:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ګورئ، پلار مونږ ته څومره ډېره مینه راکړې ده. د هغه مینه دومره زیاته ده چې مونږ د خدای د اولادونو په نوم یادېږو او په حقیقت کې مونږ همداسې یو. دا چې نړۍ مونږ نه پېژني علت یې دا دی چې هغه یې نه دی پېژندلی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پلار مُونږ سره څومره زياته مينه کړے ده چه مُونږ ته دَ خُدائے بچى ووئيلے شُو اَؤ دغه شان مُونږ هم يُو. اَؤ دُنيا مُونږ ځکه نۀ پيژنى چه هغه ئے هم نۀ دے پيژندلے.