1 John 4:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مینه همدا ده: دا نه ده چې مونږ د خدای سره وکړه، بلکې په دې کې ده چې خدای زمونږ سره وکړه او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره یې خپل زوی راولېږه ترڅو زمونږ ګناهونه وبخښل شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مينه په دے کښے نۀ ده چه مُونږ له خُدائے سره مينه وکړله بلکه په دے کښے ده چه هغۀ مُونږ سره مينه وکړله، اَؤ زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ کِفارے دَ پاره ئے خپل زوئے راوليږلو.