1 John 5:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هرڅوک چې د خدای په زوی باندې ایمان لري، نو دا شاهدي به د هغه په زړه کې وي. خو څوک چې په خدای ایمان نه لري نو هغه خدای دروغجن ګڼي، ځکه چې هغه د خدای په شاهدۍ باندې چې د خپل زوی په هکله یې ورکړې ده، ایمان نه لري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر هغه څوک چه دَ خُدائے په زوى ايمان لرى نو دا ګواهى به دَ هغۀ په خپل زړۀ کښے وى. خو څوک چه په خُدائے ايمان نۀ لرى نو هغۀ خُدائے داسے دروغژن وګڼلو چه دَ خُدائے خپله ګواهى دَ هغۀ دَ زوى په حقله ده، ايمان نۀ دے راوړے.