1 John 5:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې څوک خپل ورور په داسې ګناه کولو وویني چې نتیجه یې مرګ نه وي، نو د هغه دپاره دې خدای ته دعا وکړي او خدای به ورته ژوند ورکړي، یعنې هغه چاته چې داسې ګناه یې نه ده کړې چې انجام یې مرګ وي. خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ دی او زه دا نه وایم چې تاسو د هغه دپاره دعا وکړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که څوک خپل ورور په داسے ګُناه کولو ووينى چه اَنجام ئے مرګ نۀ وى، نو هغه دِ دَ هغۀ دَ پاره دَ خُدائے نه دُعا وغواړى اَؤ هغه به ورته ژوندُون ورکړى، يعنے هغو ته چه دَ مرګ دَ پاره ګُناه نۀ کوى. داسے ګُناه هم شته چه اِنجام ئے مرګ دے اَؤ زَۀ دا نۀ وايم چه تاسو دِ دَ هغے په باب کښے دُعا وغواړئ.